د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي اوونيز پرېس بريفنګ

image

اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) پاكستان د سي پېك په اړه قرض او غېر رعايتي مالي مرستې په حقله ادعاګانې رد كولو سره په ډاګه كړې چې د سی پېک مجموعی قرض نزدې 4 اربه 90 کروړه ډالره دے كوم چې د هېواد د مجموعي قرض 10 فيصده هم نه دے۔ چين زمونږ سپرلي خيزه شراكت دار دے۔ سی پېک پاکستان لپاره د مثبت بدلونونو منصوبه او د دغې په بيړه ترسره كولو ته پام لرنه كوو ۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي د سي پېك په ضد د امريكائي سفيرې اېلس وېلز هغه ريماركس رد كړل كومو كښې چې ادعا شوې وه چې سي پېك ټول عمري له په قرض يا رياستي ضمانت سره په غېر رعايتي مالي مرسته اډانه پروژه ده ۔ وياندې ووئيل د سي پېك مجموعي قرض 4 اربه 90 کروړه ډالره دے كوم چې د مجموعي قرض 10 فيصده هم نه دے۔ وياندې ووئيل سي پېك د اوږدې مودې منصوبه ده۔ دا منصوبه توان ٬ انفراسټرکچر، انډسټرلائزیشن او د روزګار موقعو راپېدا كولو له مرستياله ثابت شوې ۔ د پاكستاني اولس او سماجي او اقتصادي پرمختګ له به دا بلها اقصتادي ګټې راوړي۔ دې ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې دا منصوبه سيمه ايزو رابطو او سوكالۍ له هم ډېره ګټوره ده۔ وياندې ووئيل د سي پېك تندۍ سره ترسره كول زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ دې مقصد لپاره په دې وروستيو كښې سي پېك اتھارټي جوړه كړې شوې ۔ وياندې ووئيل د سي پېك ترسېوري لاندې 12 پاور منصوبې ترسره شوي يا د ترسره كېدو پړاؤ څخه تېرېږي۔ دې منصوبو څخه به په مجموعي توګه 7240 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كړې شي او په دې منصوبو كښې نزدې د 12.4 اربه ډالرو سرمايه كاري شوې او دې سره سره د توان نورې 9 منصوبې ترسره كېدونكي دي كومو څخه به چې 6390 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كېږي۔ دې ووئيل دې منصوبو په تعميراتي پړاؤ كښې 250 ملینه ډالره د ټېكسونو په مد كښې ادا كړي او 10 زره څخه زياتې د روزګار موقعې راپېدا كړي۔ دې ووئيل پاكستان د سي پېك په خاص اقتصادي زونز كښې د ټولو هېوادونو لخوا سرمايه كارو ته هركلې وائي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل پاكستان د اېف اے ټي اېف شرطونو پوره كولو له بېل ګامونه پورته كړي۔ مونږ د امريكې په شمول د اېف اے ټي اېف غړو سره نزدې رابطه لرو ۔ وياندې ووئيل پاكستان د كشمير په مسئله د امريكائي اولس مشر د درېمګړتيا كولو وړاندېز هركلې كوي او هيله لرو چې په دې به عملدرآمد هم كېږي۔ د هند لخوا اېس 400 دفاعی نظام كښې د شاملېدو په اړه وياند ووئيل پاكستان منطقه كښې د بېلسټك ميزائل دفاعي نظام كښې په شموليت پرله پسې خپل تحفظات ښكاره كړي ۔ دې ډول ګامونو سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي چې ورسره منطقه كښې د غېر ضروري وسلې زغل پېل كېدې شي۔ وياندې ووئيل پاكستان خپل ډيټرنس باوري كولو له د ټېكنالوجۍ بشپړ صلاحيت لري

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں