قامي اسمبلۍ د بې دركه او تښتولې شوو ماشومانو لپاره د الرټ زياتولو٬ د ځوابي غبرګون او راخوشې كولو لپاره د احكاماتو وضع كولو بل منظور كړو

image

اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د بې دركه او تښتولې شوو ماشومانو لپاره د الرټ زياتولو٬ د ځوابي ردعمل او بازيابۍ لپاره د احكاماتو وضع كولو بل منظور كړے چې اطلاق به ئې په ګرد هېواد وي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شيريں مزاري د زېنب الرټ بل تر مخه د ځوابي غبرګون او د راخوشې كول بل 2020ء كښې د آئين آرټيکل 70 شق 2 له مخې غور كولو لپاره تحريك وړاندې كړو۔ په دې خواجه آصف ووئيل دا بل وفاق لپاره دے ٬ مونږ دې بل سره اتفاق لرو٬ د اسلام آباد په هره سګنل زېنب ولاړه ده ٬ مونږ د دې بل په نېت شك نه لرو خو ځينې قانون سازي د اېن جي اوز په وېنا كېږي٬ ھغوي فنډنګ كوي٬ د اسلام آباد سګنلز د خېر غوښتلو باقاعده ټهېكې وي او په دې لړ كښې هم بل منظور شوې ٬ كه په ھغې عمل شوې وې نو دا كار به نه كېدو۔ ده ووئېل د بل محرك دې بهر خامخا بل اوګوري چې تر اوو كالو ماشومانې او ماشومان خېر غواړي۔۔ شيريں مزاري ووئيل چې بل منظور شي نو عملدرآمد به پرې كېږي٬ دا به په ټول هېواد كښې نافذالعمل وي۔ د دې نه پس سپيكر د بل شق وار منظوري واخسته او بل په يوه خله منظور كړې شو ۔ سپيکر ووئيل دا بل ګرد هېواد كښې نافذ كولو په اره چې كوم كمې لرلې شي ھغه به سپيكر د خپل اختيار له مخې تر سره كوي٬ د دې بل له مخې به زينب الرټ ځوابي ردعمل ٬ د بې دركه او د تښتولې شوو ماشومانو لپاره د راخوشې كولو ايجنسي جوړولې شي او د دغې مشر به ډائرېكټرجنرل وي٬ د دې اېجنسۍ نګراني به د آئي سي ټي چائلډ پروټېكشن اېډوائرزي بورډ په اختيار كښې وي٬ دا اېجنسي به زېنب الرټ فعالولو٬ د اېس اېم اېس او اېم اېم اېس اجراء لپاره اوړندو ادارو سره د كار كولو پشمول د نورو اقداماتو ذمه وار وي٬ د آئي سي ټي چائلډ پروټيکشن اېډوائزري بورډ (زارا) د كاركردګۍ د جاج اخستو نه علاوه به د لا بهترۍ لپاره اقدامات تجويز كوي۔ د دې قانون له مخې د پوليس هر ھغه افسر څوك چې د ماشوم د بې دركۍ يا اغواء په معامله كښې قصداً تاخير يا خنډان راپېدا كوي ھغه لپاره به د يو كال نه تر دوو كالو سزا او د پنځوس زره نه تر يو لك روپو جرمانه وي۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں