اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د کوکا کولا آئيسك پاکستان جنرل منېجر احمد کرساد د شورو په ورځ ليدلي٬ په دې موقع پاکستان كښې د تركيه سفير مصطفي يرداکل هم دوي سره ؤ۔ په دې موقع تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داود او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر حېدر ګېلاني هم موجود ٶ۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كښې د كمپنۍ د كردار ستائنه كولو سره باور وركړو چې حكومت به د كوكا كولا كمپنۍ بشپړ مرسته او آسانۍ وركولي او د حکومتي هلو ځلو په سوب پاكستان د اوږدې مودې سرمايه كارۍ لپاره په زره پورې هېواد جوړ شوې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې شته٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ يو شمېرې موقعې موجود دي٬ د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ورورولۍ تاريخي اړيكو پحقله وزيراعظم ووئيل د تركيه اولس مشر د پاكستان اوسنۍ دورې سره به موجوده اړيكې نوي بام ته ورسوي۔ د كوكاكولا جنرل منيجر احمد کرساد وزيراعظم خبر كړو چې د سي سي آئي پاکستان 6 پلانټس او د 3 زرو نه زيات ملازمان لري او كمپني پاكستان كښې د 20 كروړه 80 لكه مصرف كوٶنكو خدمت كوي۔ ده ووئيل سي سي آئي كوكا كولا سره په ګډه په يو څو كالو كښې په پاكستان كښې د 500 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كړې ده۔ جنرل منېجر د سي سي آئي په موجوده سرمايه كارۍ كښې د لا پراختيا د خواهش څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د اوسني حكومت د سرمايه كار دوسته پاليسو په سوب د تركيه يو شمېر كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي