وفاقی وزیر شفقت محمود پیرس كښې د یونیسکو ورچوئل میټنګ په مهال د پاکستان په كلتورې څانګه د کوویډ ۔ 19 اثرات کمولو لپاره د پاکستان د تګلارې خاکه وړاندې كړه

image

اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود پیرس كښې د یونیسکو هیډ کوارټرز كښې په وړومبني ورچوئل میټنګ كښې د پاکستان په كلتورې څانګه د کوویډ ۔ 19 بحران اثرات کمولو لپاره د پاکستان د تګلارې خاکه وړاندې كړې ده ۔د زيارت په ورځ ترلاسه شوي بیان له مخې د ملګرو ملتونو تعلیمی، سائنسی او كلتورې تنظیم (یونیسکو) د سيورې لاندې د خپل نوعيت وړومبنۍ غونډه وه چې پكښې د ټولې نړۍ څخه د 110 څخه زياتو هيوادونو ګډون كړے ۔په غونډه كښې په كلتورې څانګه د کوویډ ۔ 19 بحران څخه په پريوتو اثراتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شفقت محمود ګډون كوونكې د كلتورې ورثې تحفظ لپاره د پاکستان تګلارې او ترجیحی څانګو په اړه خبر كړه۔ده په دې موقع كوټلې او د وياړ وړ كلتورې ورثې ، تخلیقی صنعتونو ، اېس اېم ای، عجائب ګھرو ، پرفارمنګ آرټس ېاندې د کوویډ ۔ 19 اثرات کمولو لپاره د پاکستان د اقدامات خاکه وړاندې كړه۔ ده د یونیسکو د سيورې لاندې په قامی، سيمه ايز او نړيواله كچه د تګلارو جاري كولو تجویز وړاندې كړو دغسې چې د کوویډ ۔ 19 د كلتور په څانګه او په خاص توګه کمزورو او پرمختګ كونكو هيوادونو باندې اثرات کم کړې شي

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں