اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) سماجي تحفظ او د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر د جمعې په ورځ د اسلام آباد په امام بري سيمه كښې د احساس ايمرجنسي کېش مرکز ناڅاپې دوره كړې ده ۔ ډاکټرثانيه نشتر د عام صارفينو په جامه كښې خلقو ته د كېش تر لاسه كېدو په مهال د ورمخې ته كېدونكو مسئلو نه ځان خبر كړو او په مركز ئې د شوو انتظامات جاج واخست٬ په دې موقع ئې په سنټر كښې موجودو مستحقو كسانو سره خبرې هم وكړې٬ د کرونا نه بچ كېدو لپاره خاص حفاظتي اقدامات ئې اوكتل چې پكښې په مركز كښې ډس انفېكټ كول ، سماجي فاصله ساتل او لاسونه سينيټائزر كول شامل وو۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د صارفينو سهولت لپاره د نادرا دفترې د مئي څلورمې نيټې څخه پرانستلې شوي٬د احساس ايمرجنسي کېش صارفينو د ګوتو د نشانونو بائيوميټرك تصديق او د حق رسېدلو د انداراج مسئلې حل كولو لپاره انتظامات شوي٬ د مړو كسانو انداراج لپاره 50 روپۍ فيس هم معاف كړے شوے۔ دې ووئيل كومو كسانو ته چې په 8171 دا اېس اېم اېس پېغام ترلاسه شوے چې ستاسو د كوائف جانچ پړتال جاري دے نو ھغوي ته به په راتلونكې اوونۍ كښې د اهليت حتمي پېغامونه ولېږلې شي او د كومو كسانو د شناختي کارډ موده چې ختمه شوې او ھغوي اهل دي نو ھغوي په پخوانې شناختي كارډ پیںې اخستې شي