سناتور اعظم خان سواتي پاك بحريه او اېنټي نارکوټکس فورس ته د 3 اربه روپو ماليت په نشه اي توكو ضبط كولو مباركي وركړه

image

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي لپاره وفاقي وزير سناتور اعظم خان سواتي پاك بحريه او اېنټي نارکوټکس فورس ته د 3 اربه روپو ماليت په نشه اي توكو ضبط كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په هېواد كښې د كرونا چېلنج په مهال د اے اېن اېف لخوا شوې كاروائي مثال نه لري، د نشه اي توكو نه پاكه معاشره د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ اعظم سواتي ووئيل 100 کلوګرام کرسټل ضبط كړې شوې دي٬ دې اقدام سره د نوي نسل ژوند بچ كړې شوې دې، د نشه اي توكو قاچاقبر د انسانيت دښمن دي، په دوي لا ژوند تنګولې شي۔ ده ووئيل هېواد او منطقې څخه د نشه اي توكو خاتمې لپاره به تر آخري حده ځو

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں