وزيراعظم عمران خان ضرورت مندو كورنيو ته د نعد رقم وركولو په لړ كښې هند ته د معاونت كولو وړاندېز وكړو

image

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ضرورت مندو كورنيو ته د نعد رقم منتقلۍ پروګرام په لړ كښې هند ته د معاونت كولو وړاندېز كړے دے۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم انګلېسۍ ورځپاڼې د راپور حواله وركولو سره ووئيل د دې راپور له مخې په هند كښې 34 فيصده كورنيو مرسته نه كولو په صورت كښې به دغه كورنۍ د يوې اوونۍ نه زيات د ژوندې پاتې كېدې جوګه نه وي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت په 9 اوونيو كښې يو كروړكورنيو ته د كرونا وائرس څخه په رامخې ته شوې صورتحال كښې 12 اربه روپۍ نغد رقم په سپېځلي ډول وركړے د كوم چې په نړيواله كچه ستائنه شوې ده۔ وزيراعظم وړاندېز وكړو چې پاكستان د دې ډول پروګرام لپاره د هند مرستې او معاونت لپاره چمتو دے

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں