اسلام آباد 16 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په پاكستان كښې د افغانستان سفير شكر الله عاطف مشال سره ليدلې دي٬په ملاقات كښې پھ دوه اړخيزه اړيكو٬پھ منطقه كښې د امن په صورتحال٬د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د قامي اسمبلۍ وياند له مخې سپيكر د افغان سفير سره د خبرو په مهال ووئيل چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه اړيكې مذهب٬اخوت٬كلتور او د ګاونډيتوب په مضبوبط بنيادونو اډانه دي۔د پولو دواړو خوا اولس ترمينځه د مينې او شريك احترام رشته ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان يو پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان ليدلو خوښي لري۔پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان د منطقې امن او سلامتيا لپاره د ډاډ وړ دې۔پاكستان منطقې او نړيوال پارټنرانو سره په ګډه افغانستان كښې د پائيدار امن جوړولو لپاره هڅې كوي۔د پارليماني سفارتكارۍ د لارې د پاكستان او افغانستان ترمينځه شريكو اړيكو ته به وده ترلاسه شي۔د دواړو هېوادونو پارليمان غړي دواړه قومونه يو بل ته رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔د پاك افغان تجارت له امله به دواړو هېوادونو ته ګټه ترلاسه شي۔د قامي ا سمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان د تېرو څلورو لسيزو راهيسې 37 لكه څخه زيات افغان كډوالو كوربتوب كوي