پاكستان هند ته په ترهګرې كښې ككړ جاسوس كمانډر كلبهوشن ياديو ته په دريم ځل د قونصلر رسنې وړاندېز كړے

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) پاكستان هند ته په ترهګرې كښې ككړ جاسوس كمانډر كلبهوشن ياديو ته په دريم ځل د قونصلر رسنې وړاندېز كړے. د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي ووئيل هند ته كلبهوشن ياديو ته قونصلر رسنې لپاره دريم وړاندېز شوے. اوس د هند د غبرګون انتظار دے. د دې څخه وړاندې د زيارت په ورځ هند ته په دوهم ځل كلبهوشن ته قونصلر رسنه وركړې شوې وه خو خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د هند سفارتكار د كلبهوشن ياديو كومه خبره اورېدو نه بغېر لاړل. د هند سفارتكار د خبرو نه ډډه كوي. كلبهوشن ياديو دوي ته غږونه كول ، خو د هند سفارتكار وتښتېدل او د دې نه د هند بدنيتي څرګنده شوې. دوي رسنه نه غوښلته

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں