د خېبر پختونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني ، دده لور او زوم كورونا وائرس سره مخ كېدو سره خپل كور كښې قرنطينه شول

image

اېبټ آباد۔ 13 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني ، دده لور او زوم كورونا وائرس سره مخ كېدو سره خپل كور كښې قرنطينه شوي دي۔ د كور د نورو وګړو كورونا ټېسټ نېګېټو راغلې دې۔ د كورونا وائرس ځپلي ټول غړي غني باغ كښی جلا جلا قرنطينه كړې شوي دي۔ د سپيكر مشتاق غني لور ډاكټر كرن او زوم وصيف دواړه ډاكټران دي او په ايوب ټيچنګ روغتون كښې خذمات ترسره كوي۔ ددوئي كورونا ټېسټ مثبت راغلې دې۔ دده د زوي او كورودانې ټېسټ منفي راغلې دې

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں