كه د كلبھوشن یادیو په حقله د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عمل نه كوو نو پاكستان بنديزونه لګيدے شي

image

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د قانون وفاقی وزیر بېرسټر فروغ نسیم وئيلي دي كه د كلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عمل نه كوو نو په پاكستان بنديزونه لګيدے شي، د انصاف نړيوال عدالت د پريكړې په رڼا كښې آرډیننس جوړ شوے‘ دا حساس معامله ده په دې اړه بايد سياست ونه كړے شي،آرډیننس سره د كلبھوشن یادیو سزا ختمه شوې نه ده، آرډیننس ځكه راوړلے شوے چې نړۍ ته معلومه شي پاكستان ذمه وار هيواد دے۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د آرډیننس په اړه غونډه كښې خبره شوې، د دې آرډیننس په اړه حقائق اپوزیشن ته وړاندې كول غواړوم۔په 3 مارچ 2016ء كلبھوشن نيولے شوے، هغه وخت وفاقی حكومت پريكړه كړې وه چې ده له به قونصلر رسنه نه وركړے كېږي ۔ده ووئېل په 8 مئی 2017ء هند آئی سی جے كښې كیس فائل كړے ،پاكستان آئی سی جے څخه بهر نشي راوتلے ،آئی سی جے پريكړه كړې چې قونصلر رسنه وركړئ ،۔ ده ووئېل د آئی سی جے پريكړې له مخې آرډینس جوړ شوے، این آر او هغه ته وائې چې پرویز مشرف سزاګانې بخښلې۔ په دې آرډیننس كښې كومه سزا نه ده بخښلې شوې۔

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں