وزیراعظم عمران خان سره د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ مېرمنو غړو ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د پاکستان تحریک انصاف څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ مېرمنو غړو ملاقات كړے دے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د قامي اسمبلۍ مېرمنو غړو وزيراعظم له د بجټ بل په منظورېدو مباركي وركړې ۔ مېرمنو غړو د وزيراعظم په قيادت د باور څرګندونې سره د كرپشن په ضد كمپائن كښې له خپلې خوا مرستې له د عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم عمران خان په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل په قانون سازۍ كښې د مېرمنو غړو كردار ډېر مهم دے۔ دغسې مېرمنو غړو هېواد كښې مېرمنو ته د زده كړو ٬ روغتيا او روزګار په اره د ورمخې ته مسئلو نه وزيراعظم خبر كړو

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں