اسلام آباد۔ 25 نومبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د غېر قانوني آبادتي بدلون پشمول د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال په اړه خبرتيا له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل صدر او سېكرټري جنرل ته يوه چیټۍ لېږلې ده ۔ د شورؤ په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير خپل خط كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال او د دغې منظمه خلاف ورزۍ په ډاګه كړي د كومو په سبب چې د هند لخوا امن او سلامتيا خطر سره مخ ده۔ چیټۍ كښې په خاص توګه مقبوضه سيمه كښې غېر قانوني آبادياتي بدلونونو ته پام ګرځولے شوے كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ٬ د ملګرو ملتونو چارټر او د څلورم جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ چیټۍ كښې خارجه وزير سلامتي كونسل د هند عسكري قبضې ٬ د زمكې ضبط كولو ٬ د غېر كشميريانو آبادولو او د غېر قانوني ودانيو جوړولو يوې پراخه ستراتيجۍ څخه خبر كړے۔ د مقبوضه جمو وكشمير مسلم اكثريت په اقليت د بدلولو د هندۍ ايجنډې په نتيجه كښې ځائي كشميريان د خپل سياسي او كلتوري شناخت نه محرومه كېږي۔ خط كښې په لائن آف كنټرول او ورکنګ باؤنډرۍ د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزو او د عامو وګړو ودانۍ په نخښه كولو په بابله هم خبرې شوي۔ سږ كال د هند لخوا د جنګ بندۍ د 2،700 نه زياتو خلافو ورزيو په نتيجه كښې 25 بې ګناه وګړي شهيدان او 200 نه زيات ټپيان شوي۔ خارجه وزير د سلامتي كونسل نه غوښتنه كړې چې هغه خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره هند د شخړيزې سيمې آبادياتي ډھانچې بدلولو او د سلامتي كونسل د هغه قراردادونو خلاف وزرو نه منع كړي كومو كښې چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق تسليم كړے شوے۔ د خارجه وزير دا چېټۍ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د سېكرټري جنرل د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال نه په باقاعدګۍ سره د خبرولو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د هيلو تر مخه د مقبوضه كشمير شخړې حل له د پاكستان د پرله پسې هڅو برخه ده۔