صدر ډاكټر عارف علوي د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د پمز هسپتال درخواست مسترد كړو

image

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي پمز كښی د ضابطې په خلاف تقررۍ د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد د پمز هسپتال درخواست مسترد كړے۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر پمز روغتون ته د تقررۍ د عمل اړوند رپورټ په 45 ورځو كښې وفاقي محتسب ته د وړاندې كولو حكم كړے۔ هغه په خلاف ضابطه تقررۍ كولو د پلټنيو كولو او د رپورټ جمع كولو امر هم كړے۔ كانديد عاصم حنيف د ډرافټس مېن چوكۍ لپاره درخواست وركړے ؤ او په تحريري امتحان كښی ئې 63 لمبرو سره وړومبے پوزيشن ترلاسه كړے ؤ۔ عاصم حنیف له په انټريو كښې 6 لمبرې وركړې شوي او هغه فېل كړے شوے۔ عاصم حنیف د دې ناانصافۍ په ضد وفاقي محتسب ته درخواست وركړے ؤ۔ د سماعت په مهال دا خبره رامخې ته شوه چې عاصم حنيف ته په انټرويو كښې په كمو لمبرو وركول ده سره زياتے شوے۔ په تحريري امتحان كښې عاصم حنيف نه 15 فيصده كمې لمبرې ترلاسه كونكې كانديد ته په انټرويو كښې 25 لمبرې وركړې شوي ۔ بل كانديد كوم چې تحريري امتحان كښې 48 لمبرې ترلاسه كړې وې هغه ته انټرويو كښې 25 لمبرې وركړې شوي ۔ د عاصم حنيف تعليمي قابليت هم د نورو كانديدانو په مقابل كښې زيات ؤ۔ دغسې وفاقی محتسب د انټرويو عمل كالعدم ګرځولے ؤ ٬ په دې پمز د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد صدر ته درخواست وركړے

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں