اسلام آباد09 مارچ(اے پی پی) د حكومت معاشي ډلې وئېلي دي وفاقي كابينې د پاكستان سټېټ بېنك پارليمان ته د ځواب وركونكې جوړولو پريكړه كړې٬د سټېټ بېنك د ګورنر د احتساب ذمه واري اوس د پارليمان ده٬د ګورنر په موده تر پنځو كالو پراخه كړې شوې ٬حكومت باور لري چې د كمزورې طبقې ټولې ستونزې به حل كړی شي او دوي ته به هر ډول ممكنه آسانې وركړې شي٬هدفي سبسډۍ ته به لا وده وركولې شي٬ معيشت له به په راتلونكو ورځو كښې قوي بنياد جوړ كړے شي۔د دې قوانين مقصد اقتصادي ادارې قوي كول دي٬د حكومت ادارې او كمپنۍ بېلا بېل ډول كاروبار كوي٬په دې ټولو ادارو كښې د وزارتونو اختيار كمولې شي۔دې ادارو لپاره به بورډز جوړولې شي۔دا خبرې د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر٬د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬د خزانې سېكرټري كامران افضل او د اېف بي آر چيئرمېن جاوېد غني د نهې په ورځ په پي آئي ډي كښې شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل په كابينه كښې نن څه پريكړې شوې او د قوانين منظوري وركړی شوې چې پكښې د سټېټ بېنك په اړھ د قانون منظوري هم شامله ده۔ده ووئيل د پاكستان سټېټ بېنك په اړه قانون منظور كړے شوے او د دې بنيادي مقصد د مېنډېټ پريكړه كول دي۔د سټېټ بېنك د ګورنر موده به پنځه كاله وي۔سټېټ بېنك په پارليمان كښې ځواب وركونكے جوړولې شي۔ده ووئيل د كابينې په غونډه كښې د دريو لويو قوانين منظوري وركړې شوې ٬ ادارې د وزارتونو په ځاے د حكومت ماتحت كولې شي٬د ادارو د بورډ مشرانو ټاكنه به اوس حكومت كوي٬د ادارو د سي اي او او د بورډز ټاكنه به هم كولې شي٬كمپنو ته به د پېپرا رولز څخه هم خلاصې وركولې شي۔د كمپنو مشران به پروفېشنل وي او زر زر به نشي بدلولې۔وفاقي وزير ووئيل په ټېكسونو كښې رعايت لپاره هم قانون راوړلے شوے ډې ورسره به ټېكس زيات راغونډ شي۔په انكم ټېكس كښې خاص څانګو لپاره رعايت ختمولې شي۔ټولو څانګو لپاره ټېكس مساوي كوو٬د مانيټر فنډ او پاكستان تعلق بحال كړے شوے٬ده ووئيل نجكاري مشكل كار دے٬په دې كښې د سرمايه كارۍ ضرورت وي٬د نجكارۍ پروګرام مخ په وړاندې بوتللے شوے٬كه د كورونا وباﺀ نه وه راغلې نو د د ځينو كمپنو نجكاري به شوې وه۔ده ووئيل د سټېټ بېنك مركزي كار په هېواد كښې ګراني كمول دي٬د د حكومتي ادارو او كمپنو څخه د پيپرا مداخله ختمولې شي۔ په دې موقع د صنعت او پیداوار وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل وزيراعظم عمران خان هدايت كړے چې په يوټېلټي سټورز دې په پنځو بنيادي څيزونو سبسډي جاري وساتلې شي٬نن د شورو په ورځ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كېږي چې پكښې به د رمضان پېكج منظوري وركړی شي۔د وزيراعظم د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن ووئيل وړاندې چا ته معلومه نه وه چې په پاكستان كښې څومره ادارې كار كوي٬مونږ چې كله سروے وكړه نو معلومه شوه چې په پاكستان كښې 441 ادارې فعاله دي٬دې ادارو سره به پرفارمنس ايګريمنټ كولې شي۔ده ووئيل د 56 بېلا بېلو ادارو د مشرانو ټاكنه شوې٬درست كس به درست جاب لپاره وي نو ادارې به جوړې شي۔زما په ذمه دا هم ده چې ادارې به څنګه قوي كړی شي٬دا ادارې به په دوو ټولګو كښې جلا كولې شي۔ده ووئيل د حكومتې ادارو چلولو لپاره به پلان جوړولې شي۔تراوسه د نوې عمل له مخې هره يوه چوكۍ مشتهر كولې شي۔ده ووئيل په 85 كمرشل ادارو كښې 51 ادارې ګټورې دي٬د 44 ادارو به نجكاري كولې شي او په ابتدائي توګه به د 28 ادارو نجكاري كېږي