د حكومتي اتحاد كانديد سېنېټر صادق سنجراني په 48 ووټونو ترلاسه كولو د سېنېټ چيئرمېن وټاكلے شو

image

اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) د حكومتي اتحاد كانديد سېنېټر صادق سنجراني په 48 ووټونو ترلاسه كولو د سېنېټ چيئرمېن ټاكلے شوے او د هغه په مقابل كښې كانديد سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني 42 ووټونه ترلاسه كړي٬ 8 رائے مسترد كړې شوي ٬د جمعې په ورځ د سېنېټ په 100 غړو كښې 98 غړو خپل د ووټ حق استعمال كړو۔د يو غړي اسحاق ډار نوټيفيكېشن د ټاكنو كميسون لخوا معطل دے او د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان غېر حاضر ؤ۔د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن ټاكنې لپاره د پولنګ عمل په درې بجې د پريزائيډنګ افسر سيد مظفر حسېن شاه په مشرۍ كښې پېل شوه۔ده د پولنګ نه وړاندې غړي د طريقه كار په اړه خبر كړل۔په درې بجې اتلس دقيقې وړومبے ووټ مولانا عبدالغفور حېدري كاسټ كړو كوم چې په خپله هم د سېنېټ ډپټي چيئرمېن چوكۍ لپاره كانديد ؤ۔تر ټولو وروستے ووټ پريزائيډنګ افسر سېنېټر سيد مظفر حسېن شاه كاسټ كړو٬تر پنځو بجو پورې د ووټ كاسټ كولو وخت ؤ۔د پنځو بجو نه پس تر يوې دقيقې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد لپاره ټلۍ وغږولې شوې خو هغه ايوان ته رانغلو او انتخابي عمل پېل شو۔سېنېټر فاروق حامد نائيك د يوسف رضا ګېلاني او سېنېټر محسن عزيز د صادق سنجراني د پولنګ ايجنټ په توګه خذمات ترسره كړل۔پريزائيډنګ افسر د مسترد شوو رايو په اړه د دواړو كانديدانو د پولنګ ايجنټانو دلائل واورېدل او د دې نه پس يې د صادق سنجراني د كاميابۍ اعلان وكړو

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں