تحريك انصاف د څلورو واړو صوبو نمائنده ګوند جوړ شوے، پي ډي اېم دې خپل سياست بچ كولو لپاره د پاكستان په ضد نعرې نه لګوي، ستاسو سياست به ختم شي خو پاكستان به قائم وي. د وفاقي وزير مراد سعيد خبري كانفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې چې د ن ليګ په خبري كانفرنس كښې د اولس زړه ازار شوے، خپل سياست پړقولو لپاره پي ډي اېم ادارې په نښه كړې دي، خدائے لپاره خپل سياست بچ كولو لپاره د پاكستان په ضد نعرې مه لګوئ، ستاسو سياست به ختم شي خو پاكستان به قائم وي، د پي ډي اېم جوړېدو نه پس اپوزيشن په هر محاذ ماتې سره مخ شوے او تحريك انصاف په څلورو واړو صوبو كښې نمائند ګوند جوړ شوے، اولس اپوزيشن رد كړے، د پاكستان نظريه تر ټولو وړاندې ده، د قوم لوټ كړې شوې پېسه به بېرته راوړلې شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل چې د ګوند كاركنانو او قوم ته د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن په ټاكل كېدو مباركي وركوم، دا كاميابي د وزيراعظم عمران خان د بيانيې كاميابي ده. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان وئيلي و چې اوپن بېلټ لپاره قانون سازي كولو سره د هارس ټرېډنګ خاتمه كوو. دې لپاره سترې محكمې ته هم لاړ خو پي ډي اېم د اوپن بېلټ مخالفت وكړو او نن دا خلق په رد شويو ووټونو سياست او په ټي وي لوبه كول غواړي.ده ووئيل چې كله په قومي اسمبلۍ كښې ووټونه رد شوي وو نو دې خلقو وئيلي وو چې دا د جمهوريت ښكلا ده او نن چې په سېنېټ كښې ووټونه رد شول نو دا خلق په ادارو تورونه او تهمتونه لګوي. وفاقي وزير ووئيل چې نور به ستاسو دوه مخې معيار ونه چلېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې ټولو ته معلومه وه چې په ډي چوك كښې زمونږ كاركنان دي، دا خلق هتله ولې لاړل ځكه چې دوي په مېډيا سكرين د وزيراعظم عمران خان د كاميابې په ځائ خپله ډرامه چلول غوښتل. پرون هم چې كله مونږ ټاكنې ګټلې ، دوي ته د خپلې ناكامې معلومه وه نو د پټو كېمرو ډرامه ئې جوړه كړه.

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں