كراچې 13 مارچ (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د انفارمېشن ټېكنالوجې په سبب به هېواد د پرمختګ په لار روان شي، د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې پاكستاني پوهانو لوي نوم پېدا كړے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پوهنتون نوم بدلولو يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د دې پوهنتون نوے نوم سليم حبيب پوهنتون كېښودل شو. صدر مملكت په خپله وېنا كښې ووئيل چې د مصنوعي ذهانت د لارې په پاكستان كښې په تندې سره پرمختګ ممكن دے. ده ووئيل چې په هېواد كښې د سائنسي پرمختګ د ودې سخت ضرورت دے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې زمونږ نبي آخرالزمان صلی الله عليه وسلم د ټولنې څخه تقسيم ختم كړے و. ټول انبيا د الله د وحدانيت تصور سره راغلي وو. په رياست مدينه كښې دې تصور سره نبي كريم صلۍ الله عليه وسلم د ټولنې څخه د استحصال خاتمه وكړه. صدر مملكت ووئيل چې يوازې د دولت په زور په نړۍ كښې پرمختګ ممكن نه دے.