صادق سنجراني به په راتلونكي وخت كښې هم د جمهوريت پاسداري كوي، هغه به قانوني اصلاحاتو او د ادارو بهترې لپاره خپل تعميري كردار ترسره كوي. اعظم سواتي

image

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ته په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي چې صادق سنجراني چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې ايوان چلولې، هيله ده چې هغه سنجراني به په راتلونكي وخت كښې هم د جمهوريت پاسداري كوي، هغه به قانوني اصلاحاتو او د ادارو بهترې لپاره خپل تعميري كردار ترسره كوي، د سېنېټ ټاكنې د يو قومي پارلماني نظام له مخې شوې دي. د كوم پارلماني اېكټ له مخې نه دي شوې، كه اپوزيشن جمهوريت لپاره سپېځلې كردار ترسره كول غواړي، نو دا به په آئين او قانون كښې د اصلاحاتو د لارې كېږي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن ته په كاميابې مباركي وركولو لپاره د سېنېټ چيئرمېن استوګنې ته د تللو په مهال مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې. د سېنېټ چيئرمېن كور ته په رسېدو د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د رېلوے وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي هركلې وكړو او د خېر سګالې په كلماتو ئې د هغه مننه وكړه. وفاقي وزير په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې د سېنېټ چيئرمېن مونږ لپاره د عزت نشاني ده او ده له په ووټ وركولو د پارلمان د ټولو غړو مننه كوو. ده ووئيل چې صادق سنجراني به په راتلونكي وخت كښې هم د جمهوريت پاسداري كوي، هغه به قانوني اصلاحاتو او د ادارو بهترې لپاره خپل تعميري كردار ترسره كوي.

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں