د كوېت خارجه وزير په راتللو به پاك كوېت اړيكې لا قوي شي۔ د ټاكنو اصلاحات سره به جمهوريت مضبوط شي۔ مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خصوصي استازي حافظ طاهر محمود اشرفي علماﺀ كرام او مشائخو سره خبرې

image

اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) مذهبي همغږۍ او منځني ختيز لپاره د وزيراعظم استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د کوېت خارجه وزير د راتللو سره به پاك كوېت اړيكې لا قوي شي۔ اپوزيشن دې د ټاكنو په اصلاحات مذاكرات كولو له د حكومت بلنه قبوله كړي۔ د ټاكنو اصلاحات سره به جمهوريت مضبوط شي۔ د سېنېټ په ټاكنو كښې د اخستو او خرڅولو سره جمهوريت او هېواد پسې ټوفې شوي ۔ نن د لوي څښتن په فضل او بيا د پاكستان د مضبوطې خارجه پالېسۍ په نتيجه كښې اسلامي نړۍ سره اړيكې په هره څانګه كښې او په هره كچه ښې شوي۔ دا خبره هغه د شورؤ په ورځ علماﺀ كرام او مشائخو سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د كوېت خارجه وزير پاكستان ته راتلل او د پاكستان خارجه وزير مصر ته تلل تاريخي اهميت لري۔ پاكستان په هره كچه د امت مسلمه يو والي له هڅې كوي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ووئيل زمونږ د ټولو عزت د لوي څښتن د فضل نه وروستو د پاكستان له امله دے۔ پاكستان به ټول عمر قائم وي۔ هغه ووئيل د كومې غېر شرعي فتوی او غدارۍ نعرې ملاتړ نه كوؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان ماتوونكو او د پاكستان په ضد د نعرو وهوونكو په حقله به پخپله پرېكړه كول وي۔ هغه ووئيل مولانا فضل الرحمن ډېر محترم دے ولی د هغه ملګرو سياسي ګوندونو هغه سره كوم ښه سلوك نه دے كړے۔ هغه ووئيل نن د پاكستان خارجه پالېسي مخ په ښه كېدو ده۔ هغه ووئيل سري لنكا كښې په حجاب د بندېز په حقله مو د سري لنكا حكومت د خپلو تحفظاتو نه خبر كړے۔ په دې موقع مولانا اسعد زکریا قاسمی ، مولانا طاهر عقیل اعوان ، مولانا قاسم قاسمي ، مولانا نعمان حاشر ، مولانا ابو بکر صابري ، مولانا محمد اشفاق پتافي ، مولانا محمد اسلم صدیقي ، مولانا نائب خان ، مولانا شهباز احمد او نور علماﺀ كرام موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں