د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه

image

اسلام آباد 17 مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي د يوته اړوندې پروژې به د وزيراعظم په سپارښتنه په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي٬د يوته انټر پرينيورشپ پروګرام(وائي اېس) او هنر مند پاكستان په ډول كامياب جوان پروګرام به هم ځوانان قامي هلو ځلو كښې شاملولو سره هغوي ته د هېواد معاشي پرمختګ كښې د ګډون كولو غوره موقعې وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورو په ورځ په اسلام آباد يوته كامياب جوان پروګرام د پېش رفت جاج اخستو له د رابللې شوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې مهال د ځوانانو چارو خاص مرستيال محمد عثمان ډار وزيراعظم عمران خان د اسلام آباد يوته پروګرامونو پېشرفت څخه خبر كړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں