اسلام آباد 18مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي دي د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ ترېښوالي لويه وجه د كشمير مسئله ده او سيمه كښې امن له د كشمير مسئلې حل كولو ته اړتيا ده، دې مسئلې حل كيدو نه غير سوئيلي اسياﺀ كښې امن نه شي راتللے ،وخت راغلے چې تير وخت هير كړو او د سباؤن پلو مخ په وړاندي لاړ شوو،زمونږ ګاونډيانو له به د كشمير مسئله حل كول وي ځكه چې مستحكمې پاك هند اړيكي ختيز او لويديزه اسياﺀ يو بل ته رانزدې كولې شي۔ ده د زيارت په ورځ اسلام آباد سكيورټي ډائيلاګ ته خطاب كولو۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه ووئيل نېشنل سكيورټي ډائيلاګ د وخت ضرورت دے، نن نړۍ د مختلف ډول ترهه ګرۍ سره مخ ده او موجوده حالات كښې پاكستان هم بيلو چيلنجونو سره مخ دے، د دې چيلنجونو مخنيوي لپاره به كوټلي تګلاره خپلول وي۔ ده ووئيل پاكستان سيمه كښې د امنيتي خطرو باوجود په دفاع كم خرڅ كوي، امنيتي خرڅونه زياتيدو سره د بشري پرمختګ قرباني وركړے كيږي دغسې د ګاونډي هېواد جارحيت باجود پاكستان سيمه كښې د وسلي په زغل كښې شامل نه دے۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ مهم كردار ترسره كړے،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ زمونږ د عزم عكاسي ده، افغانستان كښې امن سيمه كښې د امن ضمانت دے او افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان كردار مهم دے، په پاك افغان پوله ماركيټونه جوړيږي دغسې د امريكې او طالبانو ترمينځه لوظنامه هم د پاكستان په هڅو شوې۔ ده ووئيل نېشنل سكيورټي باوري كول يواځي د پوځ كار نه دے، نېشنل سكيورټي ګڼ اړخيزه وي په دې كښې د قام كردار مهم وي، د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د ډېرې مودي هلو ځلو نه پس منزل ته نزدې يو،په ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ قابو موندلو له كم پرمختګ كوونكو سيمو له به پرمختګ وركول وي ۔ْده ووئيل نړۍ د ورلډ وار او كولډ وار اثرات ليدلي ، د تيرو كلونو ناكامه تجربو په اړه خبره كول غير منطقي ده، مونږ تير وخت څخه زدكړه كړې او مخ په وړاندې تللو له چمتو يو، غير حل شوي شخړي د غريبۍ زياتيدو سبب ګرځي، سوئيلي اسياﺀ كښې د نړۍ زياته آبادي ده۔ ده ووئيل غواړو چې د كشمير مسئله د كشميريانو د هيلو له مخي حل شي’ مونږ ګڼو چې د ماضي هيرولو او مخ په وړاندې د تللو وخت دے، د ګټورو خبرو اترو د لاري د مسائلو د حل ذمه واري اوس د هند ده،زمونږ ګاونډي له به هېواد او په خاص توګه مقبوضه كشمير كښې ښه چاپيرچل باوري كول وي۔سرلښكر ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې غير حل شوو مسئلو په وجه ټوله سيمه د غريبۍ ښكار شوې، په دې خفه شوو چې سوئيلي اسياﺀ تجارت، انفرااسټركچر، اوبه او توان كښې د مرستي په لحاظ سره د نړۍ تر ټولو كم مربوطو سيمو كښې يوه ده۔ ده ووئيل په نړيواله كچه دا منلے شوے حقيقت دے چې قامي سلامتيا د معاصر تصور مقصد يواځي هېواد د كورنيو او بهرنو خطرو څخه نه محفوظيږي بلكه داسي موزون ماحول هم وركول دي چې پكښې انساني سكيورټي، قومي پيشرفت او د سوكالۍ احساس ولرلے شي۔ده ووئيل انتها خوښي ، بشري حقونه ، ماحولياتي زيان ، معاشي تحفظ وي يا وبا، په يواځي په دې قابو نه شي موندلے كيدے۔ ده ووئيل نن مونږ د انتخاب يو ډول موقعې لرو، اوس په مونږ منحصر ده چې د تير وخت كشمكش او زهريلي شخړو له وده وركولو سره د جنګ، ناروغۍ او تباهۍ پلو مائل كيږو يا مخ په وړاندي تللو سره د تكنيكي او سائنسي پرمختګ ميوو څخه د سوكالۍ او پرمختګ نوي دور پيل كوو۔ده ووئيل په ترهه ګرۍ قابو موندلو له كم پرمختګ كوونكو سيمو له به پرمختګ وركول وي، پاكستان سيمه كښې يو ذمه وار هېواد دے، د ترهه ګرۍ ختمولو له اوږدو هلو ځلو نه پس منزل نزدې دے، د پاكستان جيو پوليټيكل حيثيت د معاشي پرمختګ سبب ګرځيدے شي۔ ده ووئيل هيله لرم چې كوم پوهان او اسكالران چې دلته ناست دي او ورچوئل ګډون كوي هغه به نه يواځي د پاكستان په سيكيورټي ويژن بحث كوي بلكه دا آئيډيا هم مرتب كوي چې مونږ به د پاكستان د سباؤن په چيلنجونو په څه ډول قابو ومومو۔ده ووئېل پاكستان كښې د سيكيورټي ډائيلاګ حاجت په محسوسولو د نېشنل سيكيورټي ډويژن ستائنه كوم او هيله لرم چې د دانشورانه سوچ او پاليسي جوړولو انضمام دا رجحان به روان وساتلے شي۔