اسلام آباد۔01 دسمبر(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 40 كېسونه رپورټ شوي ٬ دغسې د مثبت كېسونو شرح 0.59 پاتې شوې ده۔ د زيارت په ورځ د نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ ( اېن آئی اېچ) لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 6 زره 828 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 40 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره د كورونا ټېسټونو مثبت شرح 0.59 پاتې شوه۔ بلخوا د دې رنځ د لاسه بل كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 29 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو ښارونو كښې پېښور كښې 481 ټېسټونو كښې د 7 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.48 ٬ لاهور كښې 248 ټېسټونو كښې د 4 په مثبت راتللو مثبت شرح 1.61 او اسلام آباد كښی په 337 ټېسټونو كښی د 2 په مثبت راتللو مثبت شرح 0.86 پاتې شوه۔ دغسې په فېصل آباد كښې په 241 ټېسټونو كښې د 1 تن ټېسټ په مثبت راتللو دغلته مثبت شرح 0.41 پاتې شوه۔