د بې اصولۍ سياست كوونكې هېواد كښې بدلون نشي راوستې٬د سېنېټ په ټاكنو كښې مسلم ليګ(ن)او اتحادي ګوندونو په سپيځلې ډول ووټ وركړی

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د بې اصولۍ سياست كوونكې هېواد كښې بدلون نشي راوستلې٬د سېنېټ په ټاكنو كښې مسلم ليګ(ن)او اتحادي ګوندونو په سپيځلې ډول ووټ وركړی٬عمران خان بايد غشي له د ووټ وركولو په اړه قام خبر كړې۔د ګل په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د جماعت اسلامي امير سراج الحق د سېنېټ ټاكنو په اړه معنی خيز ريماركس وركړي٬د بې اصولي سياست كوونكي هېواد كښې بدلون نه شي راوستلې٬بدلون تل پھ اصولو راځي۔ده ووئيل عمران خان د خپل ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړو د ووټ سپكاوې كړی۔عمران خان د سېنېټ په ټاكنو كښې قام ته د چوهدري سرور په اړه هم اووائي۔ده ووئيل دا خبره هم بايد رامخې ته كړی شي چې د كراچۍ لپاره وركړی په اربونو روپۍ څه شوې۔نواز شريف ووئيل د كلثوم نواز صحت مخ په ښه كېدو دے٬ اولس ته د هغې روغ سټې لپاره د دعاګانو غږ كوم

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں