د وزيراعلٰي په سپارښتنه پوليس او د كورنيو چارو محكمې ټوله صوبه كښې د امنيتي پلان بيا د سره د جاج اخستو پرېكړه

image

كوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰي فوكل پرسن مصلح الدين مېنګل وئيلي دي د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان په سپارښتنه پوليس او د كورنيو چارو محكمې د چمن چاودنې نه پس د كوئټه پشمول په ټوله صوبه كښې د امنيتي پلان بيا د سره د جاج اخستو پرېكړه كړې ده ، د ترهګرو ناوړه عزائم شنډولو لپاره دې اولس امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي. د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د اګست په 14مه نېټه به جشن آزادي په ښه ډول لمانځلو لپاره به د دستورو امنيت ټينګولے شي. د تجارانو او سول سوسائټنې په مرسته به د سماج دښمن عناصرو په مړانه مقابله كولې شي. ده ووئيل د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاك پوځ، فرنټير كور، پوليس او لېويز اهلكارو قربانې به بې ځايه كېدو ته ورنكړو. ده ووئيل د چمن چاودنه د حكومت او اولس حوصلې نه شي ماتولې

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں