اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د توان او پېټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان سره د پنجاب ګورنر محمد سرور ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د حكومت د توان په روانو پروژو او بېلا بېلو اقداماتو تفصيلي خبرې وشوې. د توان ډويژن اعلاميې له مخې د پنجاب ګورنر وفاقي وزير ته ووئيل په پنجاب كښې د برېښنا غلا په ضد وفاقي حكومت سره بشپړه مرسته كولې شي. ده وفاقي وزير په پنجاب كښې د روانو پرمختيائي چارو او په صنعتي څانګه كښې د اصلاحاتو او هېواد كښې د برېښنا د چارو نه خبر كړو