سږ كال وفاقي حكومت زرعي څانګې لپاره 50 اربه روپۍ سبسډي بېله كړې٬په دې كښې به 37 ارب روپۍ كروندګرو له د ډي اے پي سرې پھ لړ كښې وركولے شي

image

اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي سږ كال وفاقي حكومت زرعي څانګې لپاره 50 اربه روپۍ سبسډي بېله كړې٬په دې كښې به 37 اربه روپۍ كروندګرو له د ډي اے پي سرې پھ لړ كښې وركولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سردار طالب حسېن نكئي په سرو او تخمونو د وركړې كېدونكې سبسډي كروندګرو ته د نه رسېدو په اړه د پام راګرځونې په نوټس د قامي غذائي تحفظ وزارت ځواب كښې پارليماني سېكرټري عامر سلطان ووئيل په كركيله حكومت ايمرجنسي ډيكليئر كړې٬حكومت د زرعي څانګې لپاره 50 اربه روپۍ سبسډي اعلان كړی چې پكښې 37 اربه روپۍ به په سرو وركولے شي۔ ده ووئېل د ډي اے پي په يوه بورۍ سره د 95 روپۍ سبسډي وركولو پريكړه شوې۔په دې عملدرآمد صوبو له پكار ؤ ۔ ده ووئېل درې صوبو خپږه پالسي ښودلې۔د سندھ د اړخه ځواب نه دے ترلاسه راغلے ۔صوبې او وفاقي حكومت به په ګډه پالسي جوړوي

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں