اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي د اېل او سي دواړو اړخونو ته كشميريان د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ كشميريان به ټولې نړۍ ته د هند تش د نامې جمهوريت او سېكولرازم په ډاګه كړي۔ د لكھونو په شمېر كشميريانو حقونه غصب كولو سره هند په كوم مخ نن د آزادۍ ورځ لمانځي۔ د خالي په ورځ دې ځائې څخه جاري شوي بيان كښی علي امين ګڼډاپور ووئيل نرېندر مودی د آر اېس اېس په هندو انتها خوښې ايجنډا عمل كوي۔ هند مقبوضه كشمير د نړۍ تر ټولو لوئے زندان جوړ كړے دے۔ هند كښې هندو انتها خوښي خطرناكو حدونو ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل هند كښې روزانه بې ګناه مسلمانان وژلې شي۔ ده زياته كړه چې هند په نړۍ كښې د انتها خوښۍ علامت جوړ شوے دے