اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي عام وګړي ته د ګاز او برېښنا غوندې بنيادي اسانۍ وركولو ته اوسنے حكومت پام لرنه كوي ، حكومت د بنيادي اسانيو نشتوالي پشمول د اولس د ستونزو نه خبر دے، اېس اېن جي پي اېل دې د سوئي ګېس روانې پروژې په ټاكلي وخت كښې ترسره كړي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پارلمان په ودانې كښې په ټول هېواد كښې د ګاز روانو پرمختيائي سكيمونو د جاج اخستنې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. سپيكر ووئيل د اوګرا او اېس اېن جي پي اېل ترمېنځه مرسته په هېواد كښې د ګاز پروژو زر ترسره كولو لپاره ضروري ده. ده ووئيل اولس ته د ګاز ميټر ترلاسه كېدو په لار كښې خنډن لرې كولو لپاره دې عملي اقدامات وكړے شي. ده ووئيل د عام وګړي ستونزې هوارول د حكومت ترجيح ده، ده د روانو پروژو په اسانې سره ترسره كېدل باوري كولو لپاره په دې لړ كښې د راتلونكې جمعې په ورځ د بلې غونډې كولو هدايت هم وكړو. سپيكر اېس اېن جي پي اېل ته هدايت وكړو د سكيمونو ترسره كېدو نه پس د ګاز نوو كنكشنو شمېر كښې اضافې لپاره خواست وكړئ. ده اوګرا ته هم هدايت وكړو چې زر تر زره د اېس اېن جي پي اېل په درخواست قانوني تقاضې تر سره كولو نه پس دغه عملي كړئ. د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان د قومي اسمبلۍ سپيكر له باور وركړو چې اړوندې محكمې به په هېواد كښې د ګاز كنكشن وركولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي. ده په دې لړ كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر د اندېښنو ستائنه وكړه. د دفاع وزير پروېز خټك د سپيكر د هداياتو ستائنه كولو سره ووئيل بايد اېس اېن جي پي اېل د ګاز پرمختيائي سكيمونو ته پام وكړي كومو لپاره چې د وړاندې نه فنډ بېل كړے شوے او جاري كړے شوے. په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك، د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان، د اوګرا چيئرمېن، د اېس اېن جي پي اېل د كوآرډينېشن جنرل منېجر ٬ ډائرېكټر جنرل او نورو چارواكو هم ګډون كولو