پېښور ۔22 اګست(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خان خټك وئيلي دي حكومت بې وزله اولس سره دے او وزيراعظم عمران خان ټول وسائل په بې وزله اولس د مصرف كولو هڅې كوي۔ د 5 كلنې سيما په ناوړه ډول د وژل كېدو پېښې ٬ جنسي زياتۍ او د تشدد چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ وفاقی او صوبائی حکومت په دې لړ كښې مؤثره قانون سازي كړې ده دغسې چې مجرم سزا نه بچ نه شي۔ د 5 كلنې سيما پېښې له پوليس ته د شهادتونو په رڼا كښې د پلټنيو مخ په وړاندې بوتلو هدايت شوے دے۔ اعلی وزير محمود خان ته به د ځپلې كورنۍ د مالي مرستې كولو سپارښتنه كوم۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نوښار حمزہ رشکه میرہ خویشګی پایان د سيما غمجنې كورنۍ سره غمرازۍ نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير د سيمې پلار عمران ته باور وركوم چې تورن ته سزا وركولو له به د ځپلې كورنۍ هره يوه ممكنه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د پولیس تفتیش كښې به كوم كمې زغملې نه شي۔ ده ووئيل سفاك تورن سيد ولي افغانې دے۔ ده ووئيل زه به د وفاقي او صوبائي حكومت په كچه پخپله ددې مقدمې نګراني كوم او ددې مقدمې اورېدنې له د صوبائي حكومت لخوا د وكيلانو ډله جوړه كړې شوې ده۔ ده ووئيل د كورونا دلاسه هېواد كښې ګراني او بېروزګاري زياته شوه۔ او ددې اثرات په ټوله نړۍ پرېوتي دي۔ ده ووئيل كه وزيراعظم عمران خان په وخت ګامونه پورته كړې نه وې نو د هېواد حالات به لا ډېر ناوړه شوې وو۔ ده ووئيل د وزیر اعظم عمران خان غوره تګلاره نن نړۍ او ملګرو ملتونو ستائلې ده۔ بياهم دا وباﺀ د پاك پروردګار لخوا ده او رب دے دا زمونږ او ټولې نړۍ نه لرې كړي او زمونږ توبه دې قبوله كړي۔