د پاكستان د معاشي اشارو مثبت رجحان بحال شوے٬هېواد كښې كورونا وائرس اوس هم شته٬چين د كورونا وائرس په وباﺀ قابو موندلو له د پاكستان بشپړه مرسته كړی

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي د پاكستان د معاشي اشارو مثبت رجحان بحال شوے٬هېواد كښې كورونا وائرس اوس هم شته٬چين د كورونا وائرس په وباﺀ قابو موندلو له د پاكستان بشپړه مرسته كړی٬ د وباﺀ له امله د پاكستان په معيشت په مرتب شوو منفي اثراتو قابو موندلے شوے ٬د چين او بل اينډ ملينډا ګيټس فاؤنډېشن د اړخه به پاكستان ته د كورونا وائرس ويكسين وركولے شي٬د چين د اړخه د كشمير په مسئله د پاكستان د موقف ملاتړ د ستائنې وړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په يوه خاص مركه كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل د لاك ډاؤن ختمولو احكامات جاري كولو په وخت هم د حكومت د اړخه په ډاګه كړې شوې وه چې د كورونا وائرس خپرېدو كښې كمے راغلے چې ترمخه يې په هېواد كښې هر ډول كاروباري هلې ځلې بحالېږي خو دا وباﺀ اوس هم په پاكستان كښې شته۔وفاقي وزير ووئيل د نړۍ په زياتو هېوادونو كښې د كورونا وائرس ختمېدو نه پس په دوهم ځل هم دا وباﺀ رامخې ته شوې دغسې په اوسنيو كښې د چين په ځينو صوبو كښې هم د دې وباﺀ ځينې كيسونه رامخې ته شوي۔ده ووئيل د كورونا وائرس ويكسين تر راتللو احتياط لازمي دے او حكومت دغه پیغام اولس ته په ورسولو كښې بوښت دے دغسې چې په احتياطي تدابير عملدرآمد وكړے شي۔وفاقي وزير ووئيل د روس د اړخه د ويكسين جوړولو اعلان نه پس د مشاورت سلسله روانه ده۔ده ووئيل دې څخه وړاندې هم د دوو ذريعو څخه د ويكسينو عنديه وركړی شوې وه دغسې حكومت هڅه كوي د كورونا وائرس ويكسين پاكستان كښې شته والې زر تر زره ممكن كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں