د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز د وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ

image
APP36-01 ISLAMABAD: September 01 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي وزیراعظم عمران خان به د جمعې په ورځ د كراچۍ دورې په مهال د ښار مسائلو حل لپاره كوټلې تګلار اعلانوي، وزیراعظم عمران خان د باران او سیلاب ځپليو مرستې لپاره د احساس پروګرام د دويم پړاؤ زر تر زره د پيل كولو سپارښتنه كړې ده ، نواز شریف له به د قانون له مخې عدالتونو ته وړاندې کيدل او ځواب وركول وي، پاکستان دښمنه د سی پیك په ضد سازشونه كوي، دا د هيواد د پرمختګ منصوبه ده، مونږ به ثابت قدمۍ سره د دې حفاظت كوو۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډې نه پس پی آئی ډی كښې ميډيا ته بريفنګ په مهال وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو وزیر ووئيل د وفاقی کابینې غونډه كښې د کراچۍ په صورتحال په تفصیلی توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه، وزیراعظم عمران خان پشمول د حکومت ټولې همدردۍ د كراچۍ اولس سره دي، د کراچۍ وګړي چې كوم صورتحال څخه تيريږي هغه د ټولو په وړاندې دي، وزیراعظم عمران خان غواړي چې کراچۍ ښه شي، وزیراعظم عمران خان به د جمعې په روځ كراچۍ ته ځي۔ده ووئېل وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال د سندھ حکومت، این ډی اېم اے پشمول اړوندو ډلو سره په مشاورت د کراچۍ مسائلو حل لپاره كوټلې تګلار اعلانوي۔ده ووئېل وزیراعظم عمران خان واضح موَقف لرې چې کراچۍ لپاره زمونږ شراکت داری بايد په كوټلې او مخصوص اقدامات اډانه وي۔ده ووئيل کراچۍ د هيواد معاشی مرکز دے، د کراچۍ وګړي د څښلو اوبو ، سیوریج او ټرافك په شان مسئلو سره مخ دي، وفاقی حکومت به د دغې مسئلو حل له هر ممكن مرسته كوي۔ ده ووئيل د سندھ حکومت د مينډيټ احترام کوو، د کراچۍ ایډمنسټریټر لپاره د سندھ حکومت له مونږ هم نامه وركړې ، مونږ غواړو چې د کراچۍ پشمول د سندھ مسئالو حل له بايد د ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي او په دې اړه ټول خپل خپل كردار ترسره كړو۔ د اطلاعات وزیر ووئيل وزیراعظم عمران خان د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ او د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر ته د احساس پروګرام دويم پړاؤ پيل كولو سپارښتنه كړې ، د احساس پروګرام وړومبني پړاؤ كښې د كورونا وباﺀ په مهال په ميرټ او شفافیت د وګړو مرسته شوې ۔ ده ووئيل د لوي څښتن په مرسته او د حکومت پالیسیو له امله په کورونا وباﺀ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې ، د کورونا وباﺀ باوجود معاشی اشاریې مثبت دي حالانکه د دې وباﺀ په مهال د اروپائي هيوادونو او هند پشمول د نورو هيوادونو پھ معیشت منفی اثرات پريوتي۔ده ووئيل د شیخ رشید کتاب راته اوس ترلاسه شو ، کتاب به لولم نو بيا به ځواب دركړم۔ سنېنېټر شبلی فراز ووئيل سی پیك د پاکستان د اولس پروژه ده، سی پیك (ن) لیګ يو ذاتی پراجیکټ ګرځولے كومه چې غلطه خبره ده، چین زمونږ پخوانې ملګرے دے، د دې منصوبې سره به دا ملګرتيا لا مستحکمه شي۔ده ووئېل چین د سیاسی ګوند سره نه حكومت سره كار كوي، سی پیك سره د پاکستان سوكالي تړلې شوې ، دښمن نه غواړي چې پاكستان پرمختګ وكړي، هر يو هيواد خپلې ګټې له پريكړې كوي، سی پیك د پاکستان قامی ګټې لپاره دے او د دې به حفاظت کولې شي۔ د اطلاعات وزیر ووئيل عدالت هم وئيلي دي نواز شریف له به هيواد ته راتلل وي، درې ځل وزیراعظم پاتې كيدو سره كه د قانون څخه تښتي بيا بايد اولس په دې اړه سوچ وكړي، نواز شریف به قانون ته وړاندې كيږي او د پوښتنو ځواب به وركوي۔ده ووئېل نواز شریف د سيلونو او چائې څښلو عكسونه هم راليږلي كوم چې يو ثبوت دے، اوس به د عدالتي پريكړې نه پس كتل وي چې په دې اړه كوم غبرګون ےامخې ته كېږي ۔ده ووئېل مسلم لیګ (ن) د انتشار ښكار دے او په هغوي كښې څو ډلې جوړې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټول پاكستان زمونږ دے، سندھ، بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې سیلابی صورتحال له امله رامخې ته شوو ستونزو څخه خبر يو، د خېبرپښتونخوا اولس پاکستان تحریك انصاف په دويم ځل ټاكلے او په دريم ځل به ئې هم ټاكي۔ ده ووئيل د بین الصوبائی رابطو وزیرې ډاكټر فهمیدہ مرزا د کراچۍ پشمول نورو سيمو كښې د باران له امله رامخې ته شوي صورتحال په اړه خبر كړې يو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل زما د عاصم سلیم باجوہ سره خبرې شوي، هغه به په تفصیل سره ډير زر د خپلو اثاثو په اړه د خبرونو سپيناوے وكړي۔ ده ووئيل میډیا آزاد ده ، په چا هم څه بنديز نشته خو د چا په اړه حتمی رائے تر رامخې ته كيدو دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي، بايد مونږ ټول د ذمه وارۍ څرګندونه وكړو۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د خبريالانو مسئلو حل كولو كښې ذاتي خوښې لري۔ ده ووئيل حکومت د پټرول بيعه برقاره ساتلو سره 17 اربه روپۍ بوجھ برداشت کړے۔ده ووئيل د خبريالانو ښېګرې او مسائلو حل له به هر ممكن اقدامات كولے شي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں