اسلام آباد ۔ 9 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ كورنګ كښې بوټې نال كولو سره د هېواد د اونو لګولو تر ټولو لوئے مهم پرانسته وكړه۔ په دې موقعه د ټائيګر فورس لوئے شمېر رضاكار او عام وګړي هم موجود وو۔ وګړو او د ټائيګر فورس غړو بوټي ولګول۔ حكومت د اګست 9 مه نېټه د ټائيګر فورس ورځې په توګه د لمانځلو اعلان كړې وو او د 10 بلین ټری سونامی پروګرام ترسېوري لاندې د 10 لکھ نه زياتو رضاكارو په مرسته ئې د بوټو لګولو پرېكړه كړې وه۔ د دې منصوبې له مخې خېبرپختونخوا كښې د 20 لکھ، پنجاب كښی11 لکھ 90 زره، سندھ كښې 3 لکھ، آزاد جموں و کشمیر كښې 57 زره، بلوچستان كښې 15 زره او ګلګت بلتستان كښې د 11 زره 5 سوه اونو لګولو هدف ټاكلې شوې وو۔ د اونو لګولو مهم دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل هېواد كښې په يوه ورځ كښی ريكارډ 35 لكه بوټي ولګولې شول۔ په دې لړ كښې ټائيګر فورس ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان د سمارټ لاك ډاؤن ستائنه كوي۔ اولس بايد په اېس او پيز عمل وكړي او فېس ماسك ضرور كاروي۔ ده ووئيل د محرم الحرام په مهال به مونږ له سخت احتياط كول وي۔ ده په اولس زور راوړو چې هغوي دې فېس ماسك كارولو سره هېواد وائرس څخه محفوظ كړي۔