د پارلماني چارو وزير ممكلت علي محمد خان نجي ټي وي چينل كښې خبرې

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د قائداعظم په نقش قدم تګ سره پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړول غواړي٬احساس پروګرام د ټولنې كمزورو طبقو ژوند ښه كولو لپاره پيل شوے٬حكومت د هېواد څخه بدعنواني ختمولو لپاره لوظي دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د كورونا پھ مهال ډاكټرانو او پيراميډيكل سټاف او نورو ادارو په زړه پورې ھڅې كړې چې له امله ئې نن حالات ښه دي۔ ده ووئيل د ستخت تنقيد باوجود وزيراعظم عمران خان د كورونا بحران په مهال ځينې كوټلې پريكړې كړې او پھ هېواد كښې ئې سمارټ لاك ډاؤن كړے د كومې چې ښې نتيجې ترلاسه شوي۔ده ووئيل بدعنواني او ناانصافي ټولنې ته زيان رسوي٬ اوسنے حكومت د دې لعنت ختمولو لپاره لوظي دے

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں