د وزیراعظم عمران خان د بيلو څانګو لويو برآمد کوونكو پلاوي سره ملاقات كښې خبري

image

اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د هيواد برآمدات زياتولو په لاره كښې ولاړ ټول خنډانو لري كولو له لوظي دے، په دې لړ كښې به برآمد کونكو له هر ممكنه آسانۍ وركولې شي، جولائی 2020ھ كښې سرپلس کرنټ اکاوَنټ او برآمدات كښې پرله پسې نمو د دې خبرې عکاسي كوي چې د پاکستان معیشت په سم پلو روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شورو په ورځ د پولټری،وريژو، فارماسیوټیکل او د ټیکسټائل بشمولو نورو لويو برآمد کنندګانو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔ وزیراعظم د خذمات په لړ كښې د برآمدات په اړه د هيواد صلاحیتونو څخه استفادې کولو ته د پام لرنې په حاجت زور راوړو۔ ده د هيواد معیشت ښه كولو او د روزګار موقعې راپیدا کولو لپاره د برآمدات کردار او اهمیت رامخې ته كړو۔ وزیراعظم په دې خبره د اطمینان څركندونه وكړه چې د کورونا وباء له امله د نړيوال اقتصادی بحران باوجود جولائی 2020ء كښې سرپلس کرنټ اکاوَنټ او برآمدات كښې پرله پسې نمو د دې خبري عکاسي كوي چې د پاکستان معیشت په سم پلو روان دے۔ ده ووئيل هيواد كښې د صنعتونو پرمختګ او د خپلو مصنوعاتو مسابقتی حیثیت زياتولو له حکومت د خام مال په اړه ګڼ ټيرف لائنز ډيوټيز ختم كړې يا هغې كښې كمے كړے شوے دغسې برآمد کنندګان او صنعت کارو له آسانيو له ری فنډز نظام هم سم كړے شوے۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حکومت په ’’میك ان پاکستان‘‘ پالیسۍ عمل كوي چې مقصد ئې په برآمدات اډانه صنعت ته وده وركول دي، په دې لړ كښې تيرو دوو كلونو كښې کاروبار كښې آسانۍ راپیدا کولو پشمول ګڼ اقدامات شوې ۔ په دې موقع برآمد کنندګانو د حکومت پالیسی اقدامات وستائل او د هيواد برآمدات زياتولو په لړ كښې ئې ګڼ تجاويز هم وزيراعظم له وركړل۔ د صنعت او پیداوار وزير حماد اظهر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفیظ شیخ او د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم په دې مهال موجود و ؤ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں