د هندۍ عدليې پرېكړه د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې هندوتوا څخه متاثره عدليه د انصاف په وركړه كښې ناكامه راغلې۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) پاکستان په كال 1992ء كښې ایودھیا كښې د تاريخي بابري مسجد رنګوونكو ذمه وارو تورنو د عدالت لخوا د بري كېدو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي هندوتوا نه متاثره هندۍ عدليه د انصاف په وركړه كښې ناكامه شوې ۔ نړيواله ورورولي ٬ ملګري ملتونه او اړوند نړيوال تنظيمونه دې د انتها خوښې هندوتوا حكومت هند كښې د اسلامي كلتوري ورثې تحفظ او هند كښې د اقليتونو د مذهبي حقونو ساتنه باوري كړي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان د هندي عدليه لخوا ايودھيا كښې د تاريخي بابري مسجد د ويجاړونكو ذمه وارو تورنو د شرمناكه بريت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د دې مجرمانه فعل پرېكړه كولو له درې لسيزې تېرې شوې۔ د هندي عدالت پرېكړه د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې هندوتوا نه متاثره هندي عدليه د انصاف په وركړه كښې ناكامه راغلې۔ د جومات د ويجاړېدو په نتيجه كښې د بي جے پي په مشرۍ كښی د فرقه وارانه تشدد له امله د زرګونو په شمېر كسان مړه شوې وو۔ وياند ووئيل دې نه وړاندې د هند سپريم كورټ د تعصب پرېكړې له مخې د جومات احاطه رام مندر جوړولو له انتها خوښي هندو ګوندونو ته په سپارلو يو ناوړه مثال جوړ كړے ؤ ۔ ویاند ووئیل بي جے پي او آر اېس اېس په شريكه د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد په كركه اډانه د غندنې وړ اقدامات د هند په تندۍ سره هند په راشټر جن بدلولو پلو اشاره ده چرته چې اقليتونه د دويمې درجې وګړي ګرځولې شوي۔ د بي جے پي او آر اېس اېس مسلم مخالف ايجنډا تر ټولو زياته مقبوضه جمو وكشمير كښې ليدلې كېږي ۔ وياند ووئيل آر اېس اېس ۔ بی جے پی حکومت او سنګھ پریوار په منظم ډول هندوستان كښې د پرله پسې سپكاوي او ويجاړولو ذمه وار دي۔ تر دې چې د كووېډ 19 وبائي رنځ په مهال هم د هندو انتها خوښو لخوا د مسلمانانو د عبادت په ځايونو بريدونه روان پاتې شول۔ د ايودھيا د تعصب پرېكړې نه وروستو د هندو انتها خوښې بي جے پي ٬ آر اېس اېس په مشرۍ كښې اوس متھورا كښې كرشنا مندر سره د شاهي عيدګاه له منځھ وړولو سره سره كرشنا مندر ته د دغې زمكې ملكيت وركولو له هڅې كولې شي۔ پاکستان له نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او اړوندو نړيوالو تنظيمونو څخه غوښتنه كوي چې هغوي هندوستان كښې د اسلامي كلتوري ورثې تحفظ له خپل كردار ترسره كړي او د اقليتونو د مذهبي حقونو تحفظ باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں