د خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې پاكستان سينګل ونډو لپاره د جوړی سټيئرنګ كمېټۍ پنځمه غونډه

image

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) پاكستان د سينګل ونډو كمپنۍ جوړولو عمل پیل كړے٬په اعلی چوكو د تقررو عمل پیل شوے٬روان مالي كال كښې د پاكستان به سينګل ونډو وړومبي پراؤ عملدرآمد له يو پرمختيائي ټيم كار كوي٬پھ دې لړ كښې د معلوماتو تبادلې لپاره د نادرا٬سېكورټي اينډ ايكسچېنج كمېشن او ون لنك سره د خبرو اترو سلسله روانه ده۔دا خبره د پاكستان سينګل ونډو لپاره د جوړی سټيرنګ كمېټۍ پنځمه غونډه كښې وكړه۔د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې پاكستان سينګل ونډو لپاره جوړی سټيرنګ كمېټۍ پنځمه غونډه دزيارت په ورځ د اېف بي آر په هېډكوارټر كښې وشوه۔كمېټۍ ته ووئيل شول په څلورمه غونډه كښې په شوو پريكړو عملدرآمد شوے۔پاكستان سينګل ونډو 2020 بل پارليمان كښې معرفي كړے شوے٬غونډې ته ووئيل شول سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټي د بدل شوي پي سي ون منظوري وركړی۔پاكستان د سينګل ونډو كمپنۍ جوړولو عمل پیل كړے٬په اعٰی چوكو د تقررو عمل هم پیل شوے۔ ده ووئېل روان مالي كال كښې د پاكستان سينګل ونډو وړومبي پراؤ عملدرآمد له يو پرمختيائي ټيم كار كوي٬پھ دې لړ كښې د معلوماتو تبادلې لپاره د نادرا٬سېكورټي اينډ ايكسچېنج كمېشن او ون لنك سره د خبرو اترو سلسله روانه ده۔د غونډې صدر نشين او د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د اړوند قوانين٬ضابطو او اېس اي سي پي رهنما اصولو په رڼا كښې تر 15 ستمبر د بي آر اېس او پالېسي مداخلت په لړ كښې هدايات ته حتمي شكل وركولو٬د فوكل پرسن تقرري او پاكستان سنګل ونډو كمپني كښې تقررۍ لپاره د سټئرنګ كمېټۍ تېرو پريكړو كښې د بدلون منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں