د وزیراعظم عمران خان د عمان د اوقاف او مذهبي چارو لپاره وزير شېخ عبد الله بن محمد بن عبد الله سره خبرې

image
APP61-08 ISLAMABAD: January 08 - Prime Minister Imran Khan meeting with Minister for Endowment and Religious Affairs of Oman, Sheikh Abdullah bin Muhammad bin Abdullah Assalami. APP

اسلام آباد ۔ 8 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پخوا د سيمه ايزو شخړو له امله پاكستان زيات زيان پورته كړې۔ اوس به منطقه كښې په كومه شخړه كښې برخه نه اخلو ٬ بياهم د امن شراكت دار په توګه به خپل كردار ترسره كوو۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د عمان د اوقاف او مذهبي چارو وزير شېخ عبد الله بن محمد بن عبد الله سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال وزیراعظم عمران خان سلطان قابوس بن سید السید له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د پاكستان او عمان ترمينځھ په روايتي توګه د ورورولۍ نزدې اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم عمران خان په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له خپله خوښي څرګنده كړه۔ وزیراعظم خپلو خبرو كښې له 5 مياشتو زياتې مودې څخه په هندي مقبوضه جمو وكشمير كښې د غېر انساني لاك ډاؤن په نتيجه كښې د انسانيت په ضد په رامخې ته شوي ناوړه صورتحال رڼا واچوله۔ ده د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د جے پي حكومت په امتيازي پالېسيو هم خبره وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي په دې صورتحال قابو موندلو له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړي۔ ملاقات كښې منځني ختيز او خليجي منطقه كښې په روان پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د منطقې په روانه وضعه ژوره اندېښنه څرګندولو سره وزيراعظم تاؤ تريخوالې ختمولو له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ وزیراعظم ووئيل جنګ د چا په ګټه نه دے۔ وزيراعظم د اختلافاتو او شخړو سولييز حل له د امريكې او ايران سره سره د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ رابطو له د خپلو هڅو ذكر هم وكړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان به ټول عمري د امن شراكت دار وي۔ په دې لړ كښې ده ووئيل پاكستان به د تاؤ تريخوالي خمتولو ٬ د شخړو مخنيوي او د امن لپاره خپل كردار ترسره كوي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں