اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سوداګرو ته وئېلې دي د سوداګرو صنعتي ضرورتونه ترسره كولو لپاره د تجديد وړ توان منصوبې لګولو له به حكومت مرسته كوي٬ حکومت به هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د پاكستان جوړ څېزونه په نړيوالو منډيو كښې د نورو هېوادونو د مصنوعاتو مقابله وكړي او پاكستانو تجارانو ته زياته ګټه ورسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د اېف پي سي سي آئي صدر ميا انجم نثار په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ په پلاوي كښې نائب صدور عبدالقيوم قرېشي (سندھ)، قېصر خان (خېبر پختونخوا)، زاهد اقبال (پنجاب)، محمد علي قائد (اسلام آباد)، نديم شيخ (سمال ټريډرز)، روحي رضوان (وويمن چيمبر) او د چېمبر نورو عهدېداران شامل وو۔ د ملاقات په مهال د توان وزير عمر ايوب، د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيال نديم بابر، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر حېدر ګېلاني او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم د اېف پي سي سي آئي نوې ټاكلې شوې عهدېدانو له مباركي وركولو سره ووئيل سوداګره ورورولي د هېواد په معيشت كښې مهم كردار لوبوي٬ اوسني حكومت د اقتدار سنبهالولو وړومبۍ ورځې راهسې صنعت كارو او سوداګرې ورورولۍ سره روابط جوړ كړي او تر نننۍ ورځې په مهمو چارو د مشاورت سلسله روانه ده۔ وزيراعظم ووئيل حکومت ټريډ باډيز فعال او د تھنك ټينك په توګه ليدل غواړي۔ د اېف پي سي سي آئي صدر د وزيراعظم او د حکومت معاشي ډلې ته د معيشت په استحكام پېرزوئنې وړاندې كړې او د حكومت په پاليسو ئې د بشپړه باور څرګندونه كولو سره د ملاتړ باور وركړٶ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ سمې پرېكړې كولو سره معيشت د آئي سي يو نه رابهر كړې٬ په شپاړسو مياشتو كښې د مېکرو انډيکيټرز ګروتھ پېل شوې ۔ ده ووئيل سټاک ايکسچينج كښې رېکارډ 40 فيصده اضافه د سرمايه كارو د باور عكاسي كوي۔ وزيراعظم پلاوي ته ووئيل د كال 1960 نه پس دا وړومبې حكومت دے چا چې د صنعتونو ودې او برآمدات كښې اضافې پلو پام ګرځولې ۔ وزيراعظم ووئيل د سختې معاشي وضعې باوجود حكومت مالي استحكام ترلاسه كړې۔ ده ووئيل نن د روپۍ قدر په مستحكمېدو دے۔ وزيراعظم ووئيل د روپۍ قدر مستحكمېدو سره به بيعه او معيشت كښې لا استحكام راش او صنعتونو لپاره به برېښنا٬ ګاز او نور حاجتونه پورا كول ممكن شي۔ وزيراعظم ووئيل د ستونزو باوجود حكومت صنوتونو لپاره د برېښنا او ګاز وركړه ممكن كړې دغسې چې د هېواد پېداوار اونه ځپلې شي۔ په دې موقع د توان وزير عمر ايوب پلاوي خبر كړو چې د تېرو حكومتونو د ناقصه پاليسو په سوب د برېښنا او ګاز غلا عام وه چې په سوب ئې بېعې زياتې شوې٬ اوسني حكومت د برېښنا د غلا مخنيوي سره 112 اربه روپۍ بچت كړې ٬ هم د دې بچت په سوب به صنعتونو ته په ارزانه بيعه د برېښنا وركړه ممكن كړې شي۔ وزير اعظم پلاوي ته بلنه وركړه صنعتي ضرورتونه ترسره كولو لپاره د تجديد وړ توان منصوبې ولګوۍ چې حكومت به ئې مرسته كوي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې حكومت صنعتي ودې لپاره د كاروباريانو څخه لارښودنه ترلاسه كول غٶاړي ٬ دغسې چې رښتنې پرمختګ ممكن وكړې شي او اولس لپاره د روزګار موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم د پلاوي په تجويز په بزنس كونسل كښې د اېف پي سي سي آئي د نمائندګانو د شموليت منظوري وركړه۔ پلاوي وزيراعظم سوداګر ورورولۍ ته د پېښو ستونزو په خاص توګه د بانكونو قرض ترلاسه كولو او د واجباتو اخستو او د برآمدات په لړ كښې د ګرانې برېښنا ٬ ګاز او د نورو ستونزو نه خبر كړو۔ په دې موقع وزيراعظم پلاوي ته باور وركړو چې حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي