حکومت د خوراك ٬ كركيلې ٬ روغتيا ٬ ټرانسپورټ او مواصلاتو څانګو پياوړتيا له ګامونه پورته كوي۔ د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاكټر محمد جهانزېب خان د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاكټر محمد جهانزېب خان وئيلي دي حکومت د خوراك ٬ كركيلې ٬ روغتيا ٬ ټرانسپورټ او مواصلاتو څانګو پياوړتيا له ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډه كښې د خوراك او كركيلې سره اړونده د 12328.55 ملین روپو ګوادر لسبیله لائیولی هوډ 2 منصوبه وړاندې كړې شوه كومه چې منظورۍ له اېكنك ته ولېږلې شوه۔ غونډه كښې د 32000 ملين پنجاب هیومین کېپټل انوېسټمنټ پروجېکټ وړاندې كړې شو كوم چې هم حتمي منظورۍ له اېكنك ته ولېږلې شو۔ دغسې د سي ډي ډبليو په غونډه كښې ټرانسپورټ او مواصلاتو سره اړونده يوه منصوبه مل فتیانه ضلع ټوبه ټېک سنګ كښې په راوي درياب پل جوړولو له د 1910.737 ملین روپو وړاندې كړې شوه دكومې چې غونډه كښې منظوري وركړې شوه

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں