وګړو له اسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د سختو معاشې حالاتو باوجود اولس ته زياتې آسانۍ وركړئ

image
APP61-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan addressing a press conference at Governor House. APP photo by Abbas Mehdi

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي عامو وګړو له اسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د سختو معاشي حالاتو باوجود اولس ته زياتې آسانۍ وركړئ٬ ټول اړوند وزارتونه دې په دوو ورځو كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره د پورته كړو ګامونو په اړه تفصيلي راپور وړاندې كړي٬ د سرې په بيعه كښې تر 400 ورپو د كمي او د بي آئي اېس پي په مياشتنۍ وظيفه كښې د اضافې تجوير ته دې زر تر زر حتمي شكل وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د خوراك څښاك څيزونو په بېعه د قابو موندلو او عامو وګړو ته آسانۍ رسولو لپاره د شوو اقداماتو په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړه ۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، فوډ سېكورټي لپاره وزير مخدوم خسرو بختيار، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، خزانې لپاره سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، خاص مرستيال نديم افضل چن او د خزانې پخوانې وزير شوکت ترين هم ګډون كولو۔ په غونده كښې د خوراك څښاك څيزونو د بيعې قابو كولو او د ګرانۍ په ضد د لږ آمدن لرونكو خلقو او بې وسه طبقو ته د ريليف وركولو په اړه په بېلا بېلو تجويزونو غور اوشو۔ وزيراعظم غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل حكومت د دې خبرې نه ښه خبر دے چې د هېواد په سخته معاشي وضعه٬ د معيشت بهترۍ لپاره په شوي اصلاحاتې عمل كښې اولس لپاره په خاص توګه د كم آمدن او بې وسه كورنيو لپاره زياتې ستونزې ورمخې ته دي۔ ده ووئيل حكومت بشپړه هڅې كوي چې د سختې معاشي وضعې باوجود اولس ته زياتې آسانۍ وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت احساس پروګرام لپاره 190 اربه وپۍ بېلې كړې او دغسې د صحت انصاف كارډ د لارې بې وسه

مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں