وزيراعظم عمران خان د هېواد يواځنې مقبول او فعاله لارښود دے. چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د هېواد يواځنې مقبول او فعاله لارښود دے كوم چې په هېواد كښې استحكام راوستلو لپاره معاشي او نور بحرانونه ختمولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوي. يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري او د پخواني وزيراعظم نواز شريف سياست ختم شوے، عدالت وزيراعظم عمران خان يو نېك او ديانتدار لارښود ګرځولې. ده ووئيل چې پيپلز ګوند تر سندھ او مسلم ليګ ﴿ن﴾ يوازې تر پنجاب محدود شوے. ده ادعا وكړه چې ډېر زر به د اپوزيشن مشرانو په ضد د بدعنوانې نوې مقدمې رامخې ته شي. ده ووئيل چې د لوټ كوونكو په ضد به د احتساب عمل روان وي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں