وزير اعظم عمران خان سره د اسيائي پرمختيائي بانك صدر مساتسوګو آساکاوا وليدل

image
APP13-22 DAVOS: January 22 - President of Asian Development Bank (ADB) Masatsugu Asakawa called on Prime Minister Imran Khan on the sidelines of WEF Annual Meeting 2020. APP

ډېووس 22 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ډېووس كښې د اسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) صدر مساتسوګو آساکاوا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د اے ډي بي ترمېنځه په همكارۍ او د مرستې د چارو جاج واخستې شو۔ د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، د مركزي بانك ګورنر رضا باقر او د سرمايه کارۍ په اړه عمومي سفير جهانګير صديقي هم موجود وؤ ۔ د ملاقات نه پس ميديا سره په خبرو كښې د اے ډي بي صدر ووئيل وزيراعظم عمران خان زما سره ښه ملاقات شوې۔ هغه ووئيل د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د پاكستان مشرانو سره زما وړومبنې ملاقات ٶ۔ هغه ووئيل د پاكستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمېځه اړيكې او مرسته روانه ده٬ پاکستان د بانك په باني غړو كښې شآمل دے او مونږ يو بل سره ډېرې ښې اړيكې لرو۔ ده ووئيل كله چې زه تېر كال پاكستان ته د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام په لړ كښې تللې ووم نو بانك زما ملاتړ كړې ؤ ۔ هغه ووئيل پاکستان كښې د اصلاحاتو پروګرام، د ټيکس نظام بهترۍ او د سماجي تحفظ احساس پروګرام لپاره به معاونت دوامداره ساتلې شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ پاكستان سره اړيكې لا ښې كول غواړو۔ په دې موقع ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل د نړيوال بانك د نوي صدر وزيراعظم سره په ښه ډول ملاقات شوې۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل د پاكستان خاص مالياتي مرستې لپاره مونږ د اسيائي پرمختيائي بانك مننه كوٶ۔ ده ووئيل د پاکستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمېنځه ښې اړيكې شته او بانك د پاكستان معيشت ښه كولو او په دې كښې جدت راوستلو لپاره مهم كردار لوبولې ۔ ده ووئيل پاكستان د بانك نوي ټاكلي صدر په مشرۍ كښې بانك سره اړيكې او همكارۍ ته پراختيا وركول غواړي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں