اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د قبائيلي ضلعو د رغونې او پرمختګ پوخ عزم لري، د وزيرستان د تجارانو د زيان به هر ډول ممكنه ازاله كولې شي. د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د وزيرستان تجارانو سره په خپلو خبرو كښې مراد سعيد ووئيل چې د وزيرستان خلقو د پاكستان امن لپاره خپل كورونه پريښي دي. په خېبر پښتونخوا كښې په ضم شويو ضلعو كښې به د پرمختګ نوې دور پېل شي. ده ووئيل چې د وزيرستان د تجارانو د زيان به هر ډول ممكنه ازاله كولې شي. ده ووئيل چې په قبائيلي ضلعو كښې به سكولونه او پوهنتونونه جوړولې شي. ده ووئيل چې په قبائيلي ضلعو كښې د مېډيكل كالج جوړولو لپاره د فنډ منظوري هم وركړې شوې. ده ووئيل چې د ضم شويو ضلعو د هر يو تن د صحت كارډ منظوري وركړې شوې. د صحت انصاف كارډ د لارې به تر 7 لك 20 زره علاج وړيا كېږي. ده ووئيل چې په ضم شويو ضلعو كښې د څښكلو پاكو اوبو په پروژو كار روان دے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د قبائيلي ضلعو د رغونې او پرمختګ پوخ عزم لري.