خصوصي مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او سېكتر الله بخش ارومچي څخه اسلام آباد ته د رارسېدليو 101 پاكستاني وګړو د سكريننګ نګراني وكړه

image

اسلام آباد ۔ 3 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او سېكتر الله بخش د ګل په ورځ د سدرن چائنه ايئر پرواز د لارې ارومچي څخه اسلام آباد ته د رارسېدليو 101 پاكستاني وګړو د كورونا وائرس حوالې سره د سكريننګ عمل نګراني وكړه۔ د قامي روغتيا وزارت ذريعو له مخې د پاكستان او چين ترمينځھ د نېغ په نېغه فضائي سروس بحال كېدو له امله چين څخه 101 پاكستاني وګړي اسلام آباد انټرنېشنل ايئرپورټ ته رارسېدلي دي د كومو سكريننګ لپاره چې نوې او د اعلی معيار انتظامات شوي دي۔ د ذريعو له مخې د سكريننګ عمل په مهال به هغه وګړې آئيسولېټ كولې شي په كوم چې د كورونا وائرس څخه د ځپلي كېدو شك پېدا شي۔ دا خبره دې ياده وي پاكستان د تېرې جنورۍ مياشتې په 29 مه نېټه چين لپاره په فلائټ آپرېشن بندېز لګولې وو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں