د اولس مشر د نوې جوړ فضائیه روتھ فا میډیکل کالج پرانسته وكړه

image
APP85-04 KARACHI: February 04 - President Dr. Arif Alvi along with Air Chief Marshal Mujahid Anwar Khan, Chief of the Air Staff, Pakistan Air Force inaugurating the Fazaia Ruth PFAU Medical College. APP

کراچۍ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی کراچۍ كښې د نوې جوړ شوي فضائیه روتھ فا میډیکل کالج (ایف آر پی ایم سی) پرانسته كړې ده ۔ د پاك فضائیه لخوا د نهې پھ ورځ جاري شوي اعلامیې له مخې د اولس مشر پھ رسېدو د پاك فضائیه مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان د هغه هركلې وكړو۔ په دې مهال پھ خپل خطاب کښې اولس مشر ډاکټر عارف علوی د پاکستان میډیکل کونسل د معیار له مخې په ریکارډ وخت كښې د دې پروژې په پشپړولو د ډلې هڅې وستائلې۔ ده ووئيل د پاك فضائیه تعمیرملت پروګرامونو او په خاص توګه صحت او تعلیم په څانګو كښې کردار ترسره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاك فضائیه په اولسي خذماتو فهرست كښې به دا کالج د قدر وړ اضافه ثابته شي۔ دې نه پس اولس مشر د میډیکل کالج پرانسته وكړه او د پروژې کامیابۍ له ئې دعا اوكړه۔ ده د کالج د بيلو څانګو دوره هم وكړه او فیکلټی او پیرامیډیکل اسټاف سره ئې خبري اتري وكړي۔ پرنسپل اسټاف آفیسرانو او اعلیٰ سول او پوځي چارواكو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د پی اے اېف روغتون فیصل او پی اے ایف روغتون مسرور به دې کالج سره د ټيچنګ روغتون پھ توګه منسلك وي او دې نه ځانله جدیدې آسانۍ لرونكې ډائګناسټک سنټر هم شته چې پكښې ایم آر آئی،سی ټی اسکین، ډیجیټل ایکسرے، میموګرافی، او فلوروسکوپی آسانۍ شاملې دي۔په دې روغتون كښې هیماټولوجی، سیرولوجی، کیمیکل پیتھالوجی، بلډ بینك، مائیکرو بیالوجی، کلینیکل پیتھالوجی او هسټوپیتھولوجی آسانۍ لرونكې يوه جدیده لیبارټری هم شته

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں