د احتساب نظام لا قوي كول غواړو، مونږ غواړو چې كرپټ خلق پرې نه ښودل شي او څوك هم ناجائز پرېشانه نه كړے شي. رياض فتيانه

image

اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټې چيئرمېن رياض فتيانه وئيلي دي چې د احتساب نظام لا قوي كول غواړو، مونږ غواړو چې كرپټ خلق پرې نه ښودل شي او څوك هم ناجائز پرېشانه نه كړے شي، مونږ ته تعليم ته د پام كولو ضرورت دے، د انساني وسيلو پرمختګ د وزيراعظم وژن دے، په دې لړ كښې ځوانانو ته د كمپيوټر ټېكنالوجې پشمول د جديد ټېكنالوجې تربيه وركولې شي. ده دا خبرې د اے پي پي د دورې كولو په مهال په خاص خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د 15 كلونو په عمر كښې سياست ته راغلې و، د كالج او بلدياتو په كچه ئې هم سياست كړے، درې ځله د صوبائي اسمبلۍ غړے او اوس په دريم ځل د قومي اسمبلۍ د آزاد غړي په حېث ټاكل شوے. زما كورودانه او زما زوې هم په آزاد حېثيت سره د صوبائي اسمبلۍ غړي ټاكل شوي دي. ده ووئيل چې بايد د هېواد په سياست كښې د غريب او مډل كلاس طبقې كردار وي. سياستدانان او د پارلمان غړي پالېسې جوړوي او بيوركرېسي په دې عملدرآمد كوي ځكه بايد سياستدان حوصله مند، تعليم يافته او د قانون نه واقف وي. كه د سياستدانانو سوچ سم شي نو دې سره به د پاكستان قوم قوي شي. ده ووئيل چې اخلاقيات، اقدار او تهذيب به وده وكړي. ده ووئيل چې اولس ته اسانيې وركولو لپاره ګډ ګورننس، د خدماتو بهتري او احتساب ضروري دے. ده ووئيل چې په كومه ټولنه كښې انصاف كېږي، هغه ټولنه پرمختګ كوي.

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں