اسلام آباد 08 جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د اوبو وركړې په حقله غونډه شوې۔په غونډه كښې د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن محمد جهانزېب خان٬منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن٬د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي احمد او سينئر عهديدارانو غونډه كښې ګډون كولو۔غونډه كښې پھ اسلام آباد كښې د اوبو كمي او اوبو رسنې ښه والي لپاره د لنډې مودې منصوبې پشمول په تدابي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔اسد عمر خارجه وزارت ته هدايت وكړو چې هغه دې ميټرو پوليټن واټر سپلائي پروژو بحالۍ او واټر ټريټمنټ پلانټس٬پائپ لائنز٬والوز او واټر ټينكرو بحالۍ په اړه د كارونو لپاره سمدستي كاروائي وكړي۔ده دا هم هدايت كړی چې اسلام آباد ته د غازي بورتها څخه د اوبو رسنې مجوزه منصوبه كښې تندوالې راولي۔وفاقي وزير د سي ډي اے/اېم سي آئي ته هم هدايت وكړو چې پروجېكټ منيجمنټ يونټ دې لا مستحكم كړی شي چې له مخې يې د اعلٰی پروژو عملي كولو سره په بېلا بېلو پروژو عملدرآمد وكړې شي۔