کمیونیکېشن ډویژن له په مجموعي توګه د 15 کروړه 3 لكه 22 زره روپو فنډز جاري

image

اسلام آباد ۔ 2 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې کمیونیکیشن ډویژن له په مجموعي توګه د 15 کروړه 3 لكه 22 زره روپو فنډز جاري كړي دي۔ حکومت د پی اے ای سی پرمختيائي كارونو له روان مالی كال كښې د 24 کروړه 83 لكه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې حكومت اېن ټی آر سی اېکسیډنټ ډېټا له 1 کروړ، ګوادر كښې اېس اېس پی آفس ھېډکوارټرز جوړولو له 4 کروړه 46 لكه، این ټی آر سی اېکسل لوډ سروے پروګرام له 70 لكه، اېن ټی آرسی پرمانېنټ ټرېفک کاؤنټ پروګرام له 93 لكه او پاکستان كښې سټډی آف فرېټ ټرانسپورټ له 1 کروړ 16 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں