امن او بقاء لپاره د سوشل او ډيجيټل ميډيا د نګرانۍ پرېكړه شوې

image
APP22-11 ISLAMABAD: February 11 - President Dr. Arif Alvi in a group photo during the 2nd International Conference on Media & Conflict. APP

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي امن او بقاء لپاره د سوشل او ډيجيټل ميډيا د موثره نګرانۍ كولو پرېكړه شوې ٬ مونږ ښه خبر يو چې ځينې شرخوښي عناصر خپلو ناوړه مقاصدو لپاره د ډيجيټل او سوشل ميډيا د بې درېغه كارولو هڅې كوي٬ حكومت د بيړني مواصلات٬ ډيجيټل جدت او ټولنيز بدلونونو كښې د يو موثره مېكنزم د لارې د سهولت كار كردار لوبوٶنكے دے٬ قام د حکومت، مقننه ، د قانون نافذ كوٶنكو ادارو او وسله والو ځواكونو سره په ګډه ټولنې نه كركه٬ تعصب او تشدد لرې كولو سره هېواد د پرمختګ په لاره روان كړې٬ مونږ د امن هلو ځلو ته د ډيجيټل سپېس پشمول په نورو محاذونو پراختيا وركول غواړو كوم چې دا مهال په ټولنه كښې د مهمو رجحانوتو په توګه رامخې ته كېږي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د نهې په ورځ شخړې او د ميديا كردار په اړه نړيوال كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر اکبر حسېن دراني هم كنفرنس ته وېنا وكړه ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان د خپلې ټولنې نه د انتها خوښې او كركې خاتمې لپاره د تقليد وړ اقدامات كړي٬ ځينې عناصر خپل مقاصد ترلاسه كولو لپاره ډيجيټل ميډيا بې بنسټه كاروي٬ مونږ له په سوشل ميډيا د كركې ٬ انتها خوښۍ او ترهګرۍ خپرولو لاره نيول دي۔ دې ووئيل دا كنفرنس د ټولنې امن ٬ د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د معاشرتي همكارۍ ودې لپاره د پاكستان د حكومت د وژن عكاس دے٬ د قام په حېث مونږ د هېواد دننه٬ په سيمه ايزه او نړيواله كچه امن لپاره په خپلو هلو ځلو وياړ لرو٬ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد په اوږد جنګ كښې مونږ د ترهګرو منظم نېټ وركس له ماتې وركولو سره د ھغوي نېټ وركس نه يوازې ختم كړې بلكې د خپلو نظرياتو او دفاعي پولو مو هم دفاع كړې او دې سره سره مو نړيوال امن له هم تحفظ وركړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د يو ذمه وار نړيوال وګړي په حېث خپلې ذمه وارۍ تر سره كوو او د دې پالنې لپاره هڅې كوٶ٬ مونږ په دې خوشحاله يو چې نړۍ مونږ يووالې پېدا كوٶنكے هېواد ګڼي۔ خاص مرستيالې ووئيل د پاكستان حكومت هر وګړي ته د استحكام خواږه رسول غواړي ځكه چې سوكاله او سوله ايز ژوند كول د دوي آئيني حق دے او مونږ دا خبره باوري كولو لپاره عزم لرو چې په ټولنه كښې روادارۍ او شريكو اقدارو ته وده ترلاسه شي او هر وګړي ټولنه كښې د انتها پسندۍ او كركې خاتمې لپاره د تقليد وړ اقدامات كړي۔ دې ووئيل پاكسان سوله ايز هېواد دے چا چې د ترهګرۍ په ضد كامياب جنګ كړې٬ پاكستان په سيمه ايزه او نړيواله كچه د امن داعي دے۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ د مذهب ،نسل يا رنګ په بنياد د وګړو د حقونو په تفريق باور نه لرو۔ خاص مرستيالې ووئېل نړۍ پاكستان امن او يووالي ته د ودې وركولو هېواد ګڼي۔ دې ووئيل د نېغ په نېغه خبرې په ټولنه ،ميډيا او په پاليسي سازه نظام اثر پرېوځي٬ ضروري ده چې امن او بقاء لپاره د دې څانګې نګراني وكړې شي٬ دې ووئېل مونږ ښه خبر يو چې ځينې شرخوښي عناصر خپلو ناوړه مقاصدو لپاره د ډيجيټل او سوشل ميډيا د بې درېغه كارولو هڅې كوي٬ حكومت د بيړني مواصلات٬ ډيجيټل جدت او ټولنيز بدلونونو كښې د يو موثرمېكنزم د لارې د سهولت كار كردار لوبول غواړي٬ دې ووئېل په دې وروستيو كښې د كرائسټ چرچ بريد ناوړه مقاصدو لپاره نېغ په نېغه خپور كړې شوې٬ د مخالفينو په ضد بې بنسټه اطلاعات او مواد خپرولو لپاره سوشل ميډيا كارولې كېږي٬ د دې لاره نيولو لپاره لارې لټوٶ۔ دې ووئېل

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں